د طالبانو واکمنۍ کې د امریکا د میلیاردونو ډالرو له مرستو افغانان برخمن شوي؟

افغانستان سره د شویو مالي مرستو یو انځور

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي اداره یا سیګار وايي، په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې سره سره تېرو نږدې دوو کلونو د امریکا متحده‌ایالاتو له افغانانو سره نږدې ۲،۳۵ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

سیګار د امریکا متحده‌‌ایالاتو کانګرس ته خپل شپېتم راپور کې چې پرون خپور شو لیکلي، طالبان له افغانانو سره د نړیوالو له مرستو ناسمه ګټه اخلي او تر خوا یې په ډېرو برخو کې سرغړونې کوي.

مرسلین ارسلا د سیګار د دې ادعاوو او اندېښنو په اړه چې ګوندې طالبان د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه کوي، د چارو له شنونکي کبیر حقمل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ایا د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان سره له شویو میلیاردونو ډالرو مرستو افغانان په کافي اندازه برخمن شوي دي؟

دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حقمل سره مرکه