د امریکا د جیولوژۍ اداره: افغانستان او سیمه کې د تېرې شپې زلزله ۵.۸ درجې چټکه وه

د افغانستان نقشه

تېره شپه د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول.

دا زلزله چې د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، د تلفاتو په اړه یې تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د تېرې شپې زلزله د رښتر په اندازه ۵.۸ درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.

د یادې ادارې په وینا، دا زلزله د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.

په افغانستان کې دا زلزله داسې مهال کېږي، چې ۵ ورځې مخکې (د زمري میاشتې په ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم هېواد بللی و چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي او له امله یې وچکالي، طوفانونه، واورې ښویېدنې او زلزلې تجربه کوي.