د امریکا دفاع وزیر منځني ختیځ ته د جنګي الوتکو د لېږلو امر کړی

د امریکا دفاع وزیر لوېډاسټن

د امریکا دفاع وزیر منځني ختیځ ته د ایف ۱۶ او ایف ۳۵ الوتکو د لېږلو امر ورکړ.

پینتاګون وايي، دا جنګي الوتکې د توماس هادنر بیړۍ ضد بیړۍ ترڅنګ په هرمز تنګي کې د ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره منځني ختیځ ته استول شوي دي.

د امریکا، د دفاع وزارت وياند سابرینا سینګ پرون (دوشنبې) وویل، په هرمز تنګي کې د وروستیو پېښو په ځواب کې دفاع وزیر د خپل هیواد ایف ۱۶ او ایف ۳۵ جنګي الوتکې سیمې ته واستولې څو د امریکا د ګټو او په سیمه کې د تګ راتګ د خوندیتوب دفاع وکړي.

ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.