چارواکي: اوکراین کې تر ۵۰ زیات روسي سرتېري مجازات شوي

په اوکراین کې جنګېدونکي روسي سرتېري.

د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین نن یکشنبه ویلي، د اوکراین محکمو تر ۵۰ زیات روسي سرتېري په اوکراین کې د جرمونو له کبله مجرم پېژندلي او په سزاګانو محکوم کړي دي.

دغه جرمونه د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته شوي دي.

د کوستین دفتر ویلي، اوکراین تر اوسه د تهاجم د اړوندو جرمونو او جنګي جنایتونو څه باندې ۹۸زره قضیې ثبت کړي دي.

د اوکراین لوی څارنوال ویلي: "موږ دغه جنایتونه څېړو بیا یې محکمو ته راجع کوو او حکمونه اخلو."

هغه ویلي، خلک نه شي کولای عدالت ته انتظار وکړي هغه هم که مشخصه نه وي څومره وخت نیسي.

د ملګرو ملتونو په وینا، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې د ۵۳۵ ماشومانو په ګډون د اوکراین ۹۱۷۷ ملکیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په باور د ملکیانو د مرګژوبلې شمېر ښايي تر دې زیات وي.

وسیه له پام وړ شواهدو او اعترافونو سره سره ادعا کوي چې په اوکراین کې ملکیان نه په نښه کوي او ځواکونو یې جنګي جنایتونه نه دي کړي.