زیلینسکي د نوي امنیتي چوکاټ په اړه د 'جي‌ اووه' هېوادونو د وړاندیز هرکلی کړی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د ناټو سرمشریزه کې د وینا پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د هغه اوږدمهاله امنیتي چوکاټ هرکلی کړی چې د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو یې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

زیلینسکي په ټینګار سره ویلي چې دغه ګام د ناټو په تړون کې د دوی د غړیتوب بدیل نه شي کېدای.

د ناټو مشرانو پرون په لېتوانیا کې د دغه تړون د سرمشریزې پر مهال وویل، د ټولو ۳۱ غړو هېوادونو دفاعي بنسټونه هغه مهال اوکراین ته د غړیتوب بلنه ورکوي چې د ناټو ټول غړي پر دې خبره سلا شي او اوکراین د ناټو له شرایطو سره ځان برابر کړي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو-اوکراین د یوې ګډې شورا د جوړېدو خبر ورکړ چې په وینا یې دا ګام اوکراین له دغه پوځي تړون سره ډېر نږدې کوي.