په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۳۰ ماشومانو درملنه کېږي

ارشیف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان یې په پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره یوه کورني روغتون ته ورپېژندلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې طالبان یې اداره کوي وایي، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۵۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د سوري زړه ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان چې دا ناروغي یې لرله، د درملنې په هدف جرمني ته هم استول شوي دي.