وچکالي؛ کندهار کې ځینې مېشت کوچیان یې زیانمن کړي

په کندهار کې کوچیان او د هغوی رمه

په کندهار کې مېشت کوچیان وايي، روانې وچکالۍ زیانمن او څاروي یې ورته له منځه وړي دي.

کوچیان شکایت کوي چې د مالي زیان ترڅنګ د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، آن د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

بلخوا د کندهار د کرني ریاست مسوولان وايي، د موسسو په مرسته هڅه کوي چې ټولو ځپل شویو کوچیانو سره مرسته وکړي.

په تېر جمهوري دولت کې کوچیانو د خپلو ستونزو د حل لپاره په دولتي کچه ځانګړی امریت درلود.

خو واک ته د طالبانو له ورسېدو وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دغه امریت له منځه ولاړ او په کرنې او مالدارۍ ریاست کې مدغم شو.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کوچیانو راپور