ملګري ملتونه: ښايي تر دوو میلیونو ډېر افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ په یوې جدي ستونزې بدله شوې ده. ملګري ملتونه وايي، ښايي په افغانستان کې په خوارځواکۍ تر دوو میلیونو ډېر ماشومان اخته شي. په افغانستان کې د یونېسف استازی وايي، ۸۷۵۰۰۰ ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.