ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایو شمېرنه پيل شوې

په نږدې څلوېښت فیصده شمېرل شویو رایو کې د لومړنیو پایلو پر اساس اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو مخکې دی.

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې په نږدې څلوېښت فیصده شمېرل شویو رایو کې د لومړنیو پایلو پر اساس اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو مخکې دی.

دا ټاکنې ځکه مهمې دي چې رجب طیب اردوغان په تېرو څو دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د کمال قلیچدار اوغلو په څېر له یوه جدي سیال سره نه وو مخ.

قلیچدار اوغلو کيڼ اړخی سیاستوال او د لوېدیځ پلوی دی.

هغه د ډیموکراسۍ او ځوانانو ډېر شعارونه ورکړي او هم یې ژمنه کړې چې په بریالي کېدو سره به د ولسمشرۍ هغه واکونه لرې کړي چې د ۲۰۱۶ کال تر کودتا وروسته ولسمشر ځان ته ټاکلي.

د راپورونو له مخې لومړني نتایج به د شپې ناوخته اعلانېږي.

په دې ټاکنو کې څه باندې څلور شپېته میلیونه ترکانو رایې ورکړي دي.

رایګیري د سهار له اتو د مازیګر تر پنځو پورې روانه وه.