د پکتیا ولایت اوسېدونکی عادل زمان چې په کابل ښار کې د ژورو څاګانو د کېندلو کاروبار کاوه وايي، د غم له امله یې نشو ته مخه کړه.
عادل زمان چې اوس د برمو کېندلو دوکان پرې ایښی زیاتوي، له نشه یانو څخه د غلا وسايل اخلي او په بازار کې یې پلوري چې په دې ډول د خپلو نشو لګښت پوره کوي.
دا چې عادل زمان لومړۍ نشه له څه شي څخه پيل کړه او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟ دا غمجنه کیسه به خپله د عادل زمان له خولې واورئ.
د نوموړي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5