د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ګلبدین نايب: نړیوال لوبغاړي به وهڅوم چې د افغان معتادینو د درملنې په برخه کې مرستې وکړي


ګلبدين نايب
ګلبدين نايب

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د کرېکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نايب د اعتیاد د مخنیوي په برخه کې سفیر غوره کړ.

ښاغلی نايب به د خپل شهرت په وسيله نړیوال لوبغاړي دې ته وهڅوي چې له افغان معتادینو سره د درملنې په برخه کې مرستې راجلب کړي.

دا چې ښاغلی نايب ولې د سفير په توګه غوره شو، د ده مسؤلیتونه به څه وي او د اعتیاد په مخنیوي کې به څه پروګرامونه ولري؟

په دې اړه مو له ده سره مرکه کړې او په پيل کې مو پوښتلی چې په دې دومره ډېرو لوبغاړو کې ولې دی د سفیر په توګه وټاکل شو؟

د ښاغلي نايب مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
XS
SM
MD
LG