ویانا کې د طالبانو شاوخوا دېرشو عمدتا مخالفو څېرو د خپلې درې ورځنۍ غونډۍ په اعلامیه کې د افغانستان د ثبات لپاره د اساسي حل لارو په موندلو ټینګار کړی دی.
د دوی په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه خپره شوه د سیاسي ډلو د همغږۍ او د "ملي مقاومت" د پياوړتیا لپاره د جدي او عملي ګامونو یادونه شوې ده.
د طالبانو حکومت بیا دا ډول غونډې بې نتیجې او ګډونوال یې ازمایل شوې څېرې بولي.
دا چې د غونډې سپارښتنې او وړاندیزونه څومره عملي دي، همدا پوښتنه اسدالله لودین له افغان سیاستوالې او د ویانا د لومړنۍ غونډې له ګډونوالې شکریې بارکزۍ نه کړې ده.
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5