د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي

د کندهار ښار یوه څنډه

د کندهار اوسېدونکې په دغه ولایت کې د غلا او نورو جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.

خلک وايي، غله د طالبانو په لباس کې، د موټرو او موټرسایکلونو د غلا کولو ترڅنګ له خلکو ټلیفونونه پورته کوي او دغه راز له ښځو د تالاشي په نوم پیسې او نور قیمتي توکي اخلي.

بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکې وايي، په تېر یوه کال کې یې د غلا او نورو جنايي پېښو په تړاو ۱۹۰۴ کسان نیولي او زنداني کړي دي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور