د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخلي.
د چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او ازبکستان د ډیپلوماتانو غونډه پرون وشوه.
د پاکستان، ایران، چین او روسیې لوړ رتبه ډیپلوماتانو د ټرورېزم د تهدیداتو او د افغانستان له خاورې د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې د مقابلې لپاره د هڅو پر همغږۍ خبرې وکړې.
په دې اړه زموږ همکار له غوث جانباز سره، چې په روسیه کې یې د افغان ډیپلومات په توګه کار کړی، مرکه کړې ده.
لومړی یې ترې پوښتلي: د ازبکستان په سمرقند ښار کې د رابلل شوې غونډې اهمیت په څه کې دی؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5