د نړۍ د نفوس د ارزونې اداري(WPR)، د راپور له مخې مالي او اداري فساد، سړي تښتونه، د نشه یې موادو قاچاق او د تورو پیسو سپینول هغه جرمونه دي، چې په افغانستان کې ډېر تر سره کېږي.
د جرمونو دا کچه د دې لامل شوې چې، یاده اداره افغانستان په نړۍ کې د ډېرو جرمونو لرونکو هېوادونو په څلورم ځای کې راولي.
زموږ همکار مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي، خلیل احمد نادم سره د همدې راپور پر جزیاتو مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې د دې جرایمو لوی عامل څه دی او څنګه ورته زمینه برابره شوې؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5