د ځینو تولیدي شرکتونو مسوولان: د زینتي ډبرو تولید او پلور کم شوی

ارشیف: په هرات کې د مرمرو یوه فابریکه

په ودانیو کې کارېدونکې د زینتي ډبرو یو شمېر تولیدونکي او پلورونکي شرکتونه وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې تولید او پلور کم شوی دی.

په کابل کې د زینتي ډبرو د تولید د کارخونو یو شمېر مسوولان د خامو موادو د بیو د لوړېدو، د تولیداتو له کمي او د زینتي ډبرو لپاره د بازار له نشتوالي سر ټکوي.

د زینتي ډبرو د یوې کارخونې مدیر افغان تراورتن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو یعنې له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې کارخونې تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

زموږ تولیدات اوس ۷۰ سلنه کم شوي دي.

هغه وویل:‌"د اسلامي امارت له راتګ وروسته زموږ کار بدلون کړی او بازار سقوط شوی دی. زموږ په کارخونه کې د تراورتن په څېر چې په ودانیو کې کارول کېږي او مرمر ډبرې تولیدېږي چې په پوړیو او پخلنځي کې کارول کېږي، مګر زموږ تولیدات اوس ۷۰ سلنه کم شوي دي."

دی زیاتوي، د دوی د کارخونې کارکوونکي د جمهوریت نظام پر مهال ۲۵ تنه و چې اوس یې شمېر یوازې ۷ تنو ته راښکته شوی دی.

ارشیف: د افغانستان ختیځ کې د ماربلو یوه فابریکه

په ورته وخت کې په کابل کې د زینتي ډبرو یو شمېر پلورونکي شکایت کوي چې د پلور د کمي له امله یې کار روزګار سقوط کړی او ان ډېریو یې خپلې چارې درولي دي.

د کابل په میرویس میدان یا کوټه سنګي کې د زینتي ډبرو یو پلورونکی محمود چې اوس یې خپل دوکان تړلی ازادي راډیو ته وویل: "هغه مهال مو کار روزګار مو ښه و، خو وروستیو کې زموږ پلور کم شوی. که کوم د ودونو هوټل والا ډبرې واخلي چې هغه هم زموږ کرایه نه شي پوره کولای. مجبور شوم چې کار مې پرېږدم."

محمود چې د هرات اصلي اوسېدونکی دی، اوس یې په کابل کې خپل دوکان تړلی او هرات ته له ستنېدو وروسته، د یوه بل کار په لټه دی.

هاخوا یو شمېر کارګران چې زینتي ډبرې به یې په ودانیو او نورو ځایونو کې لګولي هم د خپل کار روزګار له خرابېدو شکایت کوي.

سمیع‌الله چې د همدې برخې یو کارګر دی ازادي راډیو ته یې وویل، په تېر کې به یو کاشي‌ګر هم بې‌روزګاره نه‌و، خو اوس په اوونۍ کې یوه ورځ کار هم نه پیدا کېږي.

خلکو سره پیسې نه‌شته او موږ هم بې‌روزګاره یوو.

هغه وايي: "کار بیخي ورک دی، اوونۍ کې یوه ورځ کار نه پیدا کېږي. که د خلکو اقتصاد ښه وای، موږ ته به هم کار پیدا شوی وای. هر څوک غواړي چې ښه کور جوړ کړي، یو ښه تشناب جوړ کړي، خو له خلکو سره پیسې نه‌شته او موږ هم بې‌روزګاره یوو."

دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال را پورته کېږي چې په یو شمېر نورو برخو کې هم د کارخونو خاوندان هم د خپلو تولیداتو د کمېدو او سوړ بازار شکایت کوي.

د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي څو ورځې وړاندې دا ستونزه ازادي راډیو ته ومنله او زیاته یې کړه، چې په بېلابېلو برخو کې د کارخونو د تولید کچه ۴۰ سلنه را کمه شوې ده.

خلکو سره پیسې نه‌شته او موږ هم بې‌روزګاره یوو.