کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي برید مرګژوبله اړولې

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د ځانمرګي برید له امله شپږ کسان وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپیان دي. د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قومندانۍ د دې خبر په تایید سره وايي، وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. د ایمرجنسي روغتون وايي، ۲ مړي او ۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.