د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې له لوري، د داعش خراسان څانګې د مهمو غړو د وژلو له ادعا سره سم، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له واشنګټن او طالبانو غوښتي، چې د دوحې د تړون پر بنسټ دې په دې برخه کې همکاري سره پراخه کړي.
زموږ همکار مرسلین ارسلا، د ښاغلي خلیلزاد د دغه وړاندیز په اړه د امنیتي چارو له شنونکي، محمد اسحاق اتمر سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د داعش حضور او ګواښ څومره جدي دی؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5