چارواکي: روسیې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړي

د اوکراین د روانې جګړې یو انځور. اوکراینی سرتېری د جګړې لومړۍ کرښه کې د جګړې پرمهال لیدل کېږي.

اوکراین وايي، له هغې وروسته چې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو حکم صادر کړ، روسیې پر دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ له سره پیل کړې ده.

د اوکراین هوايي ځواک وویل، نن روسیې د اوکرایین په مرکزي، لوېدیځو او ختیځو سیمو کې شپاړس بریدونه کړی چې یولس يې د اوکراین د هوايي مدافع سیستم پر مټ دفعه شوي دي.

په نښه شویو سیمو کې پلازمېنه کییف او لوېدیځ لویف سیمه هم شامله ده.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو وویل، د اوکراین هوايي مدافع سیستم ټولې هغه الوتکې ویشتلي چې د کییف پر لور روانې وې.

پرون د جرمونو نړیوالې محکمې پوتین په اوکراین د اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د روسې تر کنټرول لاندې سیمو څخه روسیه ته د ماشومانو په اجباري انتقال تورن او د نیولو حکم يې صادر کړ.