طالب چارواکي وايي چې له ایران سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه په کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو کېدای شي چې دا اندازه په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو د مدیره پلاوي مرستیال خان جان الکوزی وايي چې اوس افغانستان ایران ته په کال کې یوازې د شل میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لري.
د دې موضوع او د دوو هېوادونو د سوداګري راکړو ورکړو د راتلونکې په اړه عصمت څاروان له الکوزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا اوس د دوو هېوادونو راکړه ورکړه دوو میلیارد ډالرو ته رسېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5