د ګرجستان پارلمان د مدني ټولنو د فعالیت محدودولو لایحه فسخه کړه

د ګرجستان د پارلمان یوه انځور

په ګرجستان کې د پارلمان وکیلانو د هغې لانجمنې لایحې فسخه کېدو ته رایه ورکړه، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د مدني ټولنو فعالیت محدود شوی و.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په دغه هېواد کې له تېرې سې شنبې راهیسې تاوتریخجن اعتراضونه وشول.

تورونه لګول شوي وو، چې د بهرنیو اجنټانو په نوم دغه نوې لایحه د روسیې د قانون کاپي وه، چې دغه هېواد یې د استبداد خوا ته ورټېل واهه.

د ګرجستان پارلمان نن جمعه د دې لایحې د مسودې تر دویمې بیاکتنې وروسته رایه ورکړه.

د ګرجستان د خوب په نوم واکمن ګوند یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې تر عمومي اعتراضونو وروسته پېشنهاد شوق قانون بېرته اخلي.

د رایې اچونې پر وخت د اپوزیسیون اروپا پلوه وکیلان د اروپايي ټولنې او ګرجستان بیرغونه رپول.