د امریکا ځانګړي استازي له فضل هادي مسلمیار سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، پرون یې د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني رییس فضل هادي مسلمیار سره د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.

وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې ټلیفوني خبرو کې یې د افغانانو پر هغو غوښتنو هم بحث وکړ چې غواړي نجونې ښوونځیو او ښځې کارونو ته ستنې شي.

ټوماس وېسټ لیکلي، دوی د افغانانو ترمنځ د افغانستان د راتلونکي لپاره د ډیالوګ پر اړتیا هم خبرې وکړې.

نن پنځه سوه درویشتمه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونو ته د ښځو او نجونو تګ هم منع کړ.

د طالبانو اقتصاد وزارت د ډسمبر پر ۲۴مه، په غیردولتي موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار هم بندیز ولګاوه.