له کندهار ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله موټرو ترانسپورتي فعاليت پيل کړ

۴۰۴ډوله موټر

ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو فعاليت پيل کړ.

د رحمن بابا په نوم د ۴۰۴ډوله مسافر وړونکو شرکت مسؤلين وايي، له کندهاره تر ارزګان به له يو مسافر ۴۰۰ افغانۍ اخلي، چې مخکې په کوچنيو موټرو کې دا کرايه د يو نفر پر سر زر افغانۍ وه.

د یاد شرکت په فعالېدو سره د ارزګان ولایت عام خلک خوشاله دي خو کوچني موټر چلونکي بیا نا خوښه دي او وايي، په‌ دې سره دوی بې‌کاره کېږي او موټرو ته يې سپرلۍ نه پیداکېږي.

په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور