د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي سبا دوشنبه د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاین پیلېږي.
په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "د ختیځې حوزې په څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د پولیو کمپاین سبا پیلېږي. دا چې د شرقي حوزې په محیط کې د پولیو ویروس شتون تثبیت شوی او په ۲۰۲۳م کال کې ۹ محیطي پېښې ثبت شوې دي."
ویل شوي په دې کمپاین کې به به تر یو ملیون زیات هغه ماشومان واکسین شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.
په ۲۰۲۲م کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې.