شمالي کوریا نن یکشنبه تایید کړه، چې پرون یې یو قاره ویشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی.
شمالي کوریا ویلي، د دې بریالۍ ازموینې هدف د وژونکو اټومي حملو په وړاندې د شمالي کوریا د ظرفیت لوړول و.
شمالي کوریا د هواسونګ_۱۵ په نوم دغه توغندی په ۲۰۱۷م کال کې هم ازمویلی و.
د پرونۍ ازموینې په ځواب کې د امریکا متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات وکړل.
په دغو تمریناتو کې د سوپرسونیک په نوم هغه بمونه هم کارول شوي چې تر غږ یې سرعت زیات دی.
دا لومړی وار دی چې شمالي کوریا د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې دا ډول ازموینه کوي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې هواسونګ-۱۵ ډوله توندي ۹۹۰ کیلومتره مزل وکړ او د ۵۷۷۰ کلومترو حد اکثر ارتفاع ته ورسېد.