د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او اماراتو ترمنځ روانه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ روانه شل اوریزه لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره شوه.

د پاکستان له دوه پخوانیو لوبغاړو سره د افغان کرکټ بورډ تړون کړی.

د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د فوټسال لیګ دویم پړاو پیل شوی.

د هند غوره لیګ/ ای پي ایل د سږنیو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو.

په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شوې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه خپرونه