فقر او بې‌وزلي؛ کندهار کې د سوالګرو شمېر زیات شوی

انځور - ارشيف

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د سوالګرو سره زیات په تکلیف دي، خو سوالګر وايي له مجبوریته سوالګري کوي.

بل‌خوا په کندهار کې د سوالګرو ټولولو اداره وايي، دوه زره مستحقو سوالګرو ته هره میاشت مرسته ورکوي خو ځیني سوالګر حرفوي دي او د سوال کولو څخه لاس نه‌اخلي.

دا په داسي حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې دی چې، په لوړه کچه له قحطۍ سره مخ دي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور