ايا داعش کابل کې د بهرنيو سفارتونو لپاره ګواښ دی؟

ارشيف

ملګروملتو په یوه راپور کې وویل، د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې په نړۍ کې د طالبانو د لا منزوي کولو په خاطر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو بریدونه وکړي.

ایران، چین او هند له هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دي چې لا یې هم په افغانستان کې سفارتونه فعال ساتلي دي.

د ملګروملتو د دې راپور په اړه عصمت څاروان د سیاسي چارو له مُبصر او ژورنالېست سمیع یوسفزي سره مرکه کړې.

ښاغلي یوسفزي د داعش او نورو سختدریځو ډلو په اړه ګڼې څېړنیزې لیکنې کړي دي.

ښاغلی یوسفزی په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې، داعش ولې په کابل کې پر بهرنیو سفارتونو د حملو ګواښونه کړي او دا ډله له دې لارې د څه په لټه کې ده؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د سميع يوسفزي مرکه