په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

ارشیف

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي.

په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه کارکوونکي احسان الله نن یکشنبه ازادي راډیو ته ویلي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي په تېرو درېیو اوونیو کې د بېلابېلو پېښو په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.

نن او سبا هم د افغانستان په مرکزي سیمو کې د اورښتونو اټکل شوی دی.