بریتانیا اوکراین ته جنګي ټانکونه ورکوي

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک موافقه کړې چې د بریتانیا د پوځ څلور عرادې چلنجر-۲ ټانکونه به ډېر ژر د اروپا ختیځ ته ولېږدول شي.

د بریتانیا صدراعظم موافقه کړې چې اوکراین ته به ځینې ټانکونه ورکړي چې له اوکراین سره له روسي ځواکونو د سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.

راپورونه وايي، د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک موافقه کړې چې د بریتانیا د پوځ څلور عرادې چلنجر-۲ ټانکونه به ډېر ژر د اروپا ختیځ ته ولېږدول شي.

په راپورونو کې ویل شوي چې اته نور جنګي ټانکونه به بیا وروسته دغې ساحې ته ولېږدول شي، چې بیا به اوکراین ته رسول کېږي.

بریتانیا هیله منه ده چې دغه ټانکونه به له اوکراین سره مرسته وکړي، څو له روسي ځواکونو خپلې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

په بریتانیا کې ځینو حکومتي سرچینو ویلي چې صدراعظم سوناک به په دې باب د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ته د شنبې په ورځ اطلاع ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د جرمني خبري اژانس په حواله، د بریتانیا یوې حکومتي سرچینې ویلي، صدراعظم واضح دریځ لري، هغه دا چې بریتانیا باید د اوکراین په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې سرچینې په خبره په دغو ژمنو کې دا موضوع هم شامله ده چې اوکراین ته به د ځان د دفاع او د جګړې په ډګر کې د وضعیت د بدلون لپاره حیاتي تجهیزات ورکړل شي.

له دې اقدام سره به بریتانیا، د لوېدیځ لومړی قدرت وي، چې اوکراین ته عمده جنګي ټانکونه ورکوي.

څو ورځې مخکې لوېدیځو چارواکو خبرداری ورکړی و چې د ټانکونو او نورو درنو وسلو په ګډون د جنګي ځواک له زیاتولو پرته اوکراین نه شي کولای چې له روسیې د پام وړ ساحې بېرته ونیسي.

په ناټو کې داسې اندېښنې ولاړې شوي چې اوکراین ته د جنګي ټانکونو ورکړه به روسیه دې ته وهڅوي چې په اوکراین کې روانې شخړې ته نور هم لمن ووهي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو د خپلې پوځي مرستې د تر ټولو لویې بستې د ورکړې په لړ کې اوکراین ته د برادلي په نوم د ۵۰ وژونکو زغروالو وسایطو د ورکړې ژمنه وکړه.

په همدې حال کې جرمني هم اعلان کړی چې اوکراین ته به د 'ماردر' په نوم شاوخوا ۴۰ ټانکونه ورکوي او فرانسې هم اوکراین ته د ټانکونو د ویجاړوونکو پوځي وسایطو د ورکړې خبره کړې ده.