د ارزګان خلک: د بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو د درملنې وس نه‌لرو

خلک وايي، د ماشومانو د تودو ساتلو له‌پاره هيڅ امکانات نه‌لري

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، روان ژمي کې د اقتصادي ستونزو له امله چې د کورونو د تودولو توان نه‌لري، ماشومان يې په بېلابېلو ساري ناروغیو اخته شوي دي.

دوي وايي، که دولت او خیريه بنسټونه ورسره مرسته ونه‌کړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

بل‌خوا د ارزګان والي مولوي علي جان احمد وايي، چې دوی هڅه کوي چې د مؤسسو په همکارۍ تر اړمنو کورنيو پورې مرستې ورسوي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور