ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال ډسمبر راهیسې افغانستان سره ۱.۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې افغانستان سره ۱.۸ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې افغانستان ته د نغدو پیسو د میکانیزم له رامنځته کېدو را وروسته یې په تېر څه باندې یو کال کې دغه هېواد ته یو اعشاریه اته میلیارده ډالره نغدې پیسې د مرستو لپاره انتقال کړي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پيسې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د مصارفو لپاره دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک دوشنبه ناوخته په یوه کنفرانس کې افغانستان ته د نغدو پیسو د انتقال د درېدو په اړه بې خبري وښوده، خو د پیسو د لېږد په اړه یې وضاحت ورکړ.

هغه وویل: "موږ افغانستان ته نغدې پيسې لېږلي څو یقیني کړو چې زموږ ټول بشري پروګرامونه کار وکړي. افغانستان ته له دې استولو شویو پیسو یوه هم د افغانستان بانک ( مرکزي بانک ) ته نه دي سپارل شوي او نه هم حکومت ته سپارل شوي چې بیا یې ملګرو ملتونو ته توزیع کړي. دا پيسې په یوه شخصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ځانګړو اکونټونو کې ساتل شوي او یواځې د ملګرو ملتونو د کارونې لپاره دي."

د ملګرو ملتونو سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې له ۲۵ میلیونو ډېرو اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده.

د یوناما په بیان کې راغلي چې افغانستان ته د لېږدېدونکو نغدو پیسو اندازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له پروګرام سره متناسبه ده او که د ملګرو ملتونو له خوا د مرستو اندازه کمه شي، نو د لېږدېدونکو نغدو پیسو اندازه هم ورسره کمېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد اوسنۍ پروسه تر ټولو عملي وسیله ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو او ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو سره بېړنۍ مرستې کوي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پيسې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د مصارفو لپاره دي.

د دې اونۍ په پیل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس، کابل ته د ملګرو ملتونو د هغو الوتنو د ځنډېدو اعلان وکړ چې نغدې پیسې به یې انتقالولې.

په سویس کې د افغانستان د امانت د صندوق غړي انوارالحق احدي هم وړمه شپه ازادي راډیو ته تایید کړه چې ځینو تمویلونکو موسسو خپلې مرستې بندې کړي.

په سویس کې د افغانستان د امانت د صندوق غړی انوارالحق احدي

یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ داسې وخت افغانستان ته په تېر یوه کال کې د یو اعشاریه اته میلیارده ډالرو د لېږد او مصرف په اړه وضاحت ورکړی چې ځینو بېوزلو خلکو او څارګرو بنسټونو مستحقینو ته د مرستو د نه رسېدو په اړه شکایتونه کړي.

امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د پروګرامونو له مهمو تمویلونکو څخه ده.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار د ځانګړي سرمفتش ادارې په خپل یوه راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې خپور شوی نیوکه کړې وه چې که څه هم امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګسته راهیسې د افغانستان د بېړنیو او روانو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده، خو لا د دغو مرستو د موثریت په اړه څه نه شي ویلی.

سیګار اندېښنه درلوده چې دا پیسې به مستحقو خلکو ته د رسېدو دمخه د نورو لاسونو ته ولوېږي او له همدې امله امریکا میلیاردونه ډالره مرستې ضایع کوي.