پر ایف ایم او منځنیو څپو د ازادي راډیو د نشراتو بندېدل

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو عمومي مشر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه بنسټ پر ایف ایم او منځنیو څپو د خپلو نشراتو د دوام لپاره، د خبرونو د اصولو په لارښود کې بدلون نه راولي. طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ازادي راډیو او اشنا راډیو خپرونې یې پر ایف ایم او منځنیو څپو بندې کړي دي. د طالباتو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد په یوه ټویټ کې د دغه اقدام دلیل «د خبریالۍ اصول نه مراعات کول او یو اړخیزې خپرونې» بللي. د طالبانو دغه اقدام د بیان د ازادۍ او خبریالۍ د ملاتړو سازمانونو له خوا غندل شوی دی. افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. ازادي راډیو په لنډو څپو کې SW واورئ ۱۲۱۴۰ کیلوهرټز ۱۳۸۶۰ کیلوهرټز ۱۲۰۷۰ کیلوهرټز ۱۵۶۴۰ کیلوهرټز

پر ایف ایم او منځنیو څپو د ازادي رادیو د نشراتو بندېدل