داسې ښکاري چې د پاکستان د لوی درستیز د ګومارلو لانجه د عاصم منیر په نومولو پای رسېدلې ده.
د پاکستان د قوانینو لهمخې، لوی درستیز د صدراعظم له لوري وړاندیز کېږي او ولسمشر یې تاییدوي خو په اوس وخت کې د پاکستان ولسمشر په مخالف سیاسي ګوند (تحریک انصاف) پورې تړاو لري، ځکه د نوي لوی درستیز د ټاکلو مسله په جنجال بدله شوې وه.
عصمت څاروان په خیبر پښتونخوا کې له یوه خبریال محمودجان بابر سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې ایا د نوي لوی درستیز عاصم منیر د نومونې په اړه به د تحریک انصاف او اوسني حکومت ترمنځ جوړ جاړی شوی دی؟
د ښاغلي بابر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د محمود جان بابر مرکه