يوناما پر افغان ښځو د وروستيو محدوديتونو په تړاو اندېښنه ښودلې

يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي سالونونو ته د ښځو پر تګ بندیز ته په اشارې، په دې باب ژوره اندېښنه وښوده.

پر ښځو د محدودیتونو په لړ کې د طالبانو سرپرست حکومت په تازه مورد کې نجونې او ښځې تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي سالونونو ته له تګ رسماً منع کړې.

یوناما پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د افغانانو ټولو حقونو په ځانګړي ډول د ژوند ټولو برخو ته د ښځو د لاسرسي او د نجونو د تعلیم حق ته دې درناوی وشي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته درناوی کوي، خو انتقاد کوونکي وايي طالبانو د ښځو او نجونو حقونه عملاً تر پښو لاندې کړي دي.

په تازه مورد کې اروپايي ټولنې هم پر ښځو د تازه محدودیتونو وضع کول د دوی له حقونو جدي سرغړونه بللې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د دفتر ویاند پیټر ستانو (Peter Stano) د دوشنبې ناوخته په ټویټر کې لیکلي، له طالبانو غواړي چې له نړیوالو قوانینو سره سم خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.