د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکی خالد اته کاله مخکې لومړی په ښیښه او وروسته د زیګپ په نوم نشه يي ګولیو معتاد شو.
دی وايي چې د ورځې مې سل ګولۍ هم خوړلي دي.
خالد زیاتوي چې د نشې په نتیجه کې مې دوکان، ټېلر موټر، ځمکې او هرڅه له لاسه ورکړل.
دا چې خالد ولې او څنګه معتاد شو؟ دا به خپل د ده له خولې واورو.
د نوموړي خبرې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5