د بامیانو او دایکندي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لهخوا د بې کیفته موادو له وېش شکایت کوي.
حسین چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی دی وايي، له ده سره مرسته شوي ځني مواد د استفادې وړ نهدي.
د حسین په خبره، د خوړو نړېوال پروګرام «WFP» لهخوا یې چې خوراکي مواد ترلاسه کړي چې اوړه یې چینچي لري.
ښاغلی حسين وايي: "درې ورځې وړاندې چې WFP مؤسسې لهخوا چې سروې شوې وه، نور مواد یې ښه و، خو اوړو یې ستونزه درلوده، ډوډۍ يې خرابه او توره ده، د اوړو په منځ کې چینچي دي،هیڅ ترې استفاده نهکېږي."
"د اوړو په منځ کې چینچي دي،هیڅ ترې استفاده نهکېږي."
حسین وايي، له دې مخکې یې چې کوم مواد ترلاسه کول کیفیت ښه و.
د بامیانو ولایت یو بل اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو سره ورته ستونزه شريکه کړه.
نوموړي وويل: "دغه مواد ډېری یې فاسده دي، دغه اوړو نه ډوډۍ نه پخیږي، په بامیانو ولایت کې ډېری خلک له تنور نه استفاده کوي، دغه اوړه په تنور کې د پخېدو قابلیت نهلري."
نوموړی وايي چې، چارواکي په دې برخه کې پام وکړي.
د دایکندي ولایت ځینې اوسېدونکي هم د (WFP) لهخوا د مرسته شویو خوراکي توکو له کیفیت شکایت کوي.
د دغه ولایت د نیلي ښار اوسېدونکي محمد کاظمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوړه ډېر بې کیفته دي، مزه یې ډېره خرابه ده، بله دا چې چینجي لري، اصلا د استفاده وړ نهدي، ځیني یې ښه دي خو نور یې اصلاأ د استفاده وړ نهدي."
د ښاغلي کاظمي په وینا، ګاونډیانو ته یې هم بې کیفیته مواد ورکړل شوي.
د بامیانو او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي وايي، په ترلاسه شویو موادو کې حبوبات، اوړه او غوړي شامل دي چې دا ځل یې اوړه د کار نهدي.
"که احیانأ هغوی ته بې کیفته مواد وېشل شوي باید بېرته ترې راټول شي او په ځای يې سم مواد ورکړل شي"
په افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) مسؤلينو ازادي راډیو ته وویل چې د مرسته شويو خوراکي موادو کیفیت د دوى لپاره جدي مسله ده.
د دې پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، ټول مواد د دوى لهخوا تر جدي څېړني او ارزونې وروسته په خلکو وېشل کېږي.
ښاغلي اماني وويل: "که احیانأ هغوی ته بې کیفته مواد وېشل شوي باید بېرته ترې راټول شي او په ځای يې سم مواد ورکړل شي، خو په ټوله کې موږ د موادو کیفت ته ډېر جدي پام کوو او هغه مواد چې له بهر نه واردیږي او یا هم دننه هېواد کې دي د کیفیت ټیسټ يې کوو."
د ښاغلي اماني په خبره، هغه کسان چې د مواد له ستونزو سره مخ کیږي باید د دوى له ادارې سره په اړیکه شي.
په دې اړه نور: د خوړو نړيوال پروګرام بلخ کې له دوه زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړېپه ورته وخت کې په بامیانو ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند صبور سیغاني ازادي راډيو ته په یو لیکي پیغام کې ویلي، دوی هم له دې بهیر نه جدي څارنه کوي او هیڅ یوې مرسته کونکي بنسټ ته اجازه نه ورکوي چې په خلکو بی کیفته مواد ووېشي.
خو د دایکندي ولایت د والي ویاند غضنفر کاظمي بیا د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
وروسته له هغې چې طالبانو بياځلي په ټول افغانستان واکمن شول او په دغه هېواد کې اقتصادي ناورين راغی د خوړو نړېوال پروګرام اعلان وکړ چې په میاشتیني ډول به ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي.
دغه پروګرام دغه شان ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال یې شاوخوا ۲۱ میلیونه هغه کسانو ته چې زیانمن او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي په ټول افغانستان کې مرسته کړې.