د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا وايي چې په راروان ژمي کې په پلازمېنه کابل کې د سونګ توکو د بیو د کنټرول لپاره یولړ اقدامات په پام کې دي.
په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت د نړیوالو د بندیزونو له کبله په ټول هېواد کې د توکو بیې لوړې شوي د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي دي چې د شوې پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به ۴۰۰ زره د ډبرو سکاره یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ وپلورل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې همداراز د مایع ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې د لرلو په موخه هم یولړ احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.
دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې په کې پاکستان ته د افغانستان د ډبرود سکرو د صادراتو له کبله په افغانانو کې اندېښنې په زیاتېدو دي.