پاکستاني او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او چپ لور ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې ده او ایراني چارواکو د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو او هڅو ټینګار وکړ.

محمد صادق تېره شپه په ټوېټر کې ایران ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې له ایراني چارواکو سره یې د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تېره سې شنبه د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې اعلان وکړ چې ایران د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو فوق العاده غونډې ترسراوي ته چمتو دی.

تېر اکټوبر هم په تهران کې د افغانستان ګاونډیانو په دغه هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.