چارواکي: په لغمان کې د چاودنې له امله ۲ طالبان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د لغمان ولایت موقعیت

په لغمان کې د طالبانو په یوه رنجر موټر د چاودنې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د لغمان ولایت له امنیه قوماندانۍ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، پېښه د علینګار ولسوالۍ د نورلام په سیمه کي د سړک غاړي ماين چاودني له امله شوې.

وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو غړي دي چې دوی یې امنیتي ځواکونه بولي.