د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د لغمان د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د ځايي اوسېدونکو شکایت


د لغمان د سرخکانو سیمه - ارشیف
د لغمان د سرخکانو سیمه - ارشیف

د لغمان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي دولت ورته پاملرنه نه لري.

د لغمان اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت اداره د وسله والو مخالفینو د فعالیت په اړه هېڅ پاملرنه لري او په خبره یې، که په وخت سره د امنیت د ټینګښت غم ونه خوړل شي، په دغه ولایت کې به له امنیتي پلوه یو ځل بیا د خلکو ستونزې زیاتې شي.

د لغمان اوسېدونکي وایي، څه څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې نسبي کراري او امن ټينګ و خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا وسله وال بریدونه او ځای ځای چاودنې کېږي چې په خبره یې، ملکي وګړي هم پکې ژوند له لاسه ورکوي.

د لغمان ځایي اوسېدونکي زیاتوي چې د دغه ولایت ټوله اداره د کرونا د مخنیوي پر لارو چارو مصروفه شوې چې د وسله والو مخالفینو د فعالیت په اړه هېڅ پاملرنه لري او په خبره یې، که په وخت سره د امنیت د ټینګښت غم ونه خوړل شي، په دغه ولایت کې به له امنیتي پلوه یو ځل بیا د خلکو ستونزې زیاتې شي.

د لغمان اوسېدونکی طارق الله: "دا ډېر وخت ډېر ښه و، امنیت و، اوس بیا درز دروز وي، په امنیتي پوستو بریدونه کېږي، د ښار په منځ کې چاودنه کېږي، ولسوالیو ته ډاډه څوک اوس تګ نشي کړای، ډارېږي چې هسې نه په لار کې طالبان یا نور خلک را ونه وځي او ستونزه جوړه نه کړي."

دغه راز د دې ولایت بل اوسېدنکی محمد یونس ازادي راډيو ته وویل: "وروه ګله ډېر ښه امنیت راغلی و دا څه موده، اوس بیا خلک ډارېږي، ملامته نه دي، هغه ورځ په مهترلام ښار کې د محبس تر څنګ چاودنه وه، څو کسان بې ګناه خلک پکې مړل شول، دا یو ځل نه دی، څو حملې او چاودنې شوي، خو څوک څه نه وایي، که مخه یې ونه نیول شي نو لغمان به بیا سخت ناامنه شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د شنبې په ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې د دغه ولایت مرکزي زندان ته نېږدې چاودنه وشه چې پکې درې ملکي وګړي ووژل شول او د دغه ولایت د مرکزي محبس د مدیر په ګډون ۴ دولتي کسان ټپیان شوي وو.

همداشان تېره اوونۍ د لغمان ولایت د خروټو په سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي وو.

همدا راز د تېرې سې شنبې په ماښام شااوخوا اووه بجې د مرکز مهترلام اړوند د حرمل خوړ په سیمه کې چاودنه شوې وه چې یو ملکي وګړی پکې وژل شوی و او درې نور ټپیان وو.

د دغو پېښو مسؤلیت چا په غاړه نه دی منلی.

اخوا د لغمان ولایتي اداره بیا وایي چې هېڅ کله به هم چاته اجازه ورنه کړي چې د لغمان امنیت ته زیان ورسوي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان ولایتي اداره او ټول امنیتي بنسټونه یې د خلکو د امنیت ساتنې لپاره شپه او ورځ هڅه کوي چې کار وکړي او له امنیتي خنډونو د له منځه وړلو په هدف کار کوي.

هغه زیاتوي: "د لغمان ټولو شریفو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې ستاسې مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي او د خپلو خلکو او خاورې ساتنه کوي، هېڅ کله به هم چا ته به هم اجازه ورنه کړو چې د دغه ولایت امنیت وګواښي، امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې د دغه ولایت امنیتي ساحه لا پراخه کړي څو خلک ډاډمن ژوند وکړي."

خو د لغمان اوسېدونکي زیاتوي چې ولایتي چارواکي دې د امنیت مسئله بابیزه نه ګڼي او ناغېړي وکړي نو لویې امنیتي ننګونې به رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په لغمان کې د کاروبار نشتوالی چې له امله یې د ناچارۍ او فقر کچه یو څه لوړه شوې، د خلکو ورځنی ژوند تریخ کړی او اوس امنیتي ستونزو یې له ستوګو خوبونه تښتولي دي.

XS
SM
MD
LG