امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې پر روسیې باندې د هغه څه لپاره چې دوی د اوکرایین په څلورو سیمو کې «جعلي» ټولپوښتنې بللي د نویو بندیزونو د لګولو چمتووالی نیسي.
سپینې ماڼۍ ویلي په دې بندیزونو سره به مسکو سخت اقتصادي تاوانونه وویني.
روسیې د اوکرایین په څلورو اشغالي سیمو دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپروژيا کې ټولپوښتنې پيل کړي او غواړي له دې لارې دا سیمې د خپلې خاورې برخه وګرځوي.
دغه اقدام اوکرایین په ککله غندلی او لویدیځ هم ټینګار کړی چې هيڅکله به یې په رسمیت ونه پيژني.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "امریکا متحده ایالتونه به هېڅکله د اوکرایین د برخو د الحاق ناقانونه او غیر مشروع هڅې ونه مني او د دې هڅو د مخته تلو سره به امریکا په روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي چې روسیې ته به ډېر ګران پرېوځي."
اخوا د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون در لاین هم پرون وویل چې، په روسیې د بندیزونو یوه نوې بسته چمتو کوي.
نوموړې ويلي: "موږ په اوکرایین کې دا جعلي ټولپوښتنې او د خاورې هر ډول الحاق نه منو او هوډمن یو چې په روسیې بندیزونه ولګوو څو جګړو ته د لمن وهلو تاوان ورکړي. نو په همدې خاطر موږ په ګډه په روسیې د نویو سختو بندیزونو یوه بسته وړاندې کوو."
"موږ په اوکرایین کې دا جعلي ټولپوښتنې او د خاورې هر ډول الحاق نه منو"
د اروپايي ټولنې د بندیزونو په نوې بسته کې په اتو مواردو ټینګار شوی چې پهکې د روسي موادو د واردولو برخه هم شامله ده.
یوازې له همدې درکه به روسیه د شاوخوا اوه میلیارده یورو عواید له لاسه ورکړي.
د راپورونو له مخې روسیه په دې هیله ده چې وکولای شي د اوکرایین څلور اشغالي سیمې خپلې کړي لکه څنګه چې یې د کریمیا ټاپووزمه له اوکرایین ونیوله.
په دې اړه نور: اوکرايين کې د ټولپوښتنې پايلې؛ خلک له روسيې سره د يو ځای کېدو غوښتنه کويرویټرز راپور ورکوي چې روسیې د مسکو په سره میدان کې لوی بلبورډونه لګولي او پرې لیکلي یې دي چې: "دونیتسک، لوهانسک، خرسون ، زاپروژيا – روسیه"
روسیې وروسته له هغه د اوکرایین په اشغالي سیمو کې د ټولپوښتنو هڅې پيل کړې چې د اوکرایین ځواکونو په څو ختیځو سیمو کې روسي ځواکونه په شا وتمبول او خپلې سیمې یې بېرته ترې ونيولې.
روسیې د فبرورۍ له ۲۴مې د اوکرایین په خاوره باندې غیرموجه یرغل پيل کړی او تر دې دمه د لویدیځ له کراتو بندیزونو او فشارونو سربېره روان دی.