د بشري حقونو څار ډله: ملګري ملتونه دې د الهې قضیې په اړه څېړنې وکړي

د طالبانو بیرغ

د بشري حقونو د څار ډلې له کابل مېشتو دیپلوماتانو غوښتي چې د هغې نجلۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي چې ادعا کوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند پرې جنسي تېری کړی دی.

الهې دلاورزۍ په څو ویدیوګانو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو پخواني ویندوی سعید خوستي پرې جنسي تېری کړی دی.

د دغو ویدیوګانو له خپرېدو وروسته د الهې دلاورزۍ د نیول کېدو او ژوند په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

د بشري حقونو د څار ډلې د ملګروملتونو د بشري حقونو له غړیو هېوادونو غوښتي چې د دې قضیې په اړه پلټنې وکړي.