طالبانو د روانې سنبلې میاشتې ۹مه عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو بیرغ

طالبانو د سنبلې ۹مه چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له نېټې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه نن یو رسمي مکتوب خپور کړی او په کې یې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو عسکرو د وتو په مناسبت، د طالبانو د رییس الوزرا په هدایت بېلابېل ځانګړي مراسم کېږي.

طالبان داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو کلیزه نمانځي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ډېر خراب شوی.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۲۵ میلیونه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي او ۲۰ میلیونه یې هر څه ژر بشري مرستو ته اړتیا لري.