افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې بسته رسېدلې

ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې یوه بله بسته رسېدلې ده.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي پرون دوشنبه افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې ۴۰ میلیونه امریکايي ډالر ورسېدل او د افغانستان بانک ته وسپارل شول.

دغه اژانس نه دي ویلي چې دغه پیسې د کوم هېواد یا کوم سازمان له خوا افغانستان ته سپارل شوي دي.

د افغانستان بانک بیا ویلي چې دغه پیسې د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوې.