افغانستان کې ولې سېلابونه زيات شول او لاملونه يې څه دي؟

ننګرهار کې سېلابونه - ارشيف

په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ورښتونو په نتیجه کې سېلابونه راووتل چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه ورسول.

له بلې خوا د افغانستان په اکثرو سیمو کې چې وچکالي زیاته ده، د تر ځمکې لاندې اوبو سطحه ورځ تربلې ټیټیږي.

په دې سیمو کې اکثره بزګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره برمې وهي چې دې کار هم د تر ځکمې لاندې اوبو ذخیرې کمې کړي دي.

نوریاس نوري په دې اړه د چاپيریالي مسایلو له متخصص عبدالولي مدقق سره مرکه کړې ده او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ولې په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې ناڅاپه سېلابونه راووتل، ایا علت یې اقلیمي بدلون دی او که بل څه؟

د ښاغلي عبدالولي مدقق مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د عبدالولي مدقق مرکه