د سېلابونو مخنيوي لپاره د طالبانو د حکومت څه چمتووالی لري؟

ننګرهار کې سېلابونه - ارشيف

د طالبانو د حکومت طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي چې تر ټولو زیات یې په پروان ولایت کې دي.

د دې وزارت د نشراتو رئیس مولوي محمد نسیم حقاني وایي، زیانمن شویو ته یې مرستې رسولي او دغه لړۍ روانه ده.

هغه همدا راز وویل چې د هغو سیمو خلکو ته چې په‌کې د سېلابونو د راوتلو خطر زیات دی ویلي چې، په موقت ډول نورو سیمو ته لاړ شي.

نوریاس نوري له ښاغلي حقاني سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې وروستیو سېلابونو په کومو ولایتونو کې خلکو ته ډېرځاني زیانونه رسولي دي؟

د مولوي محمد نسيم حقاني مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد نسيم حقاني مرکه