ارواپوهان وايي چې معتادین په ټولنه کې رټل شوي خلک دي، ځکه نو تر نورو خلکو ډېرې مهربانۍ او مینې ته اړتیا لري او دا مهرباني د دې لامل کېږي چې معتادین د ډاکټرانو او نورو مسلکي خلکو مشورې ومني او نشه پرېږدي.
دا چې د معتادینو په برخه کې کار کول نورو کومو مهارتونو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د کار کولو ګټې او زیانونه څه دي؟ په دې اړه مو د جمال عبدالناصر ناصري په نوم له داسې یوه اجتماعي کارکوونکي سره مرکه کړې چې شل کاله یې د معتادینو د درملنې په برخه کې له بېلابېلو ادارو سره کار کړی دي.
په پيل کې مو پوښتلی چې ولې مو د کار لپاره دا ساحه خوښه کړه؟
Your browser doesn’t support HTML5