کندهار کې د 'شري' ناروغي ډېره شوې

کندهار ميرويس روغتون

د کندهار د میرویس روغتون مسوولان وايي، په دغه ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او يوازې په تېرو دریو مياشتو کې ۲۹ ماشومان يادې ناروغۍ وژلي دي.

ډاکټران وایي هر کال د هوا په بدلېدو سره په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر کې زیاتوالی راځي چې اصلي لامل یې د کورنیو لخوا ماشومانو ته د واکسین نه ورکول دي.

په دې اړه نور مالومات د لاندې غږيز فايل په کليک کولو سره د صادق رښتيني په راپور کې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور