په کابل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې نن سهار د چاودنې غږ په شېرپور سیمه کې په یوه کور د راکټ د لګېدو له امله و‌.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، په دې کور کې څوک نه اوسېدل او پېښه مرګژوبله نه‌لري‌.

هاخوا یو شمېر کابل مېشتي وايي، نن سهار یې د درې چاودنو غږونه اورېدلي.

ویل کېږي، چې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

خو طالب چارواکي په دې اړه څه نه وايي‌.